انصار: (د غويي 3 مه)، اسراییلي مشرانو د امریکا هغه احتمالي پرېکړه په کلکه غندلې چې د اسراییلو پر یوه تندلارې پوځي قطعه یې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د حکومت دا احتمالي بندیزونه به چې ښايي نن د غويي یا ثور په درېیمه اعلان شي، د اسراییل د پوځ پر یوې قطعې د امریکا لومړی ځل بندیزونه وي او تمه ده چې د دې دوو متحدانو ترمنځ اړیکي به نور هم ترینګلي کړي.
د امریکا او اسراییلو اړیکي په غزه کې د جګړې له کبله مخکې هم ترینګلي شوي وو.
امریکايي چارواکو د اسراییل د دې قطعې نوم نه دی ښودلی، خو اسراییلي مشرانو او سیمهییزو رسنیو دا قطعه د نیتزه یهودا Netzah Yehuda په نوم یاده کړې چې د راپورونو له مخې له تندلارو یهودو سرتېرو څخه جوړ کنډک دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31221